د ولسمشر کرزی د وروڼو دلاسه د هېواد پرېښودلو ته مجبور شوم
نسیم پښتون شریفی نسیم پښتون شریفی

خبر: د ټورنټو سټار

ژباړه: محمدسلطان شریفی

 

که څه هم د هیواد څخه د وتلو فیصله مي په پوره توګه معقوله نوه، خو په کندهار کی د ولسمشر  کرزی  وروڼو می داعلاناتو کاروبار غصب او انصار کړ او همدا راز یې دوامداره اخطارونو او دهغوۍ د وسلوالو تهدیدونو می ژوند  د مرګ د ګوښ سره مخ کړ.

 

نسیم پښتون شریفی درې اونۍ مخکی د ټورنټو سټار په نامه یو کاناډاي خبرپاڼي ته پخپله خپره سوې مرکه کی ویلي: ((چی پسله هغه وخته می يوځل بيا افغانستان پرېښود، كله چې مي په کندهار کي د اعلاناتو کاروبار دولسمشر کرزي ورور قیوم کرزی غصب او انحصار کړ او د احمدولی کرزی د وسلوالو د پرلپسې تهدید او ټلیفوني اخطارونو وروسته دا را ته  څرګنده شوه چې نور می په افغانستان كې ژوند دمرگ د ګواښ سره مخامخ دى)). نو ځکه یی ددوهم ځل لپاره د ماشوم توب په شیان د امريكا دكاليفورينا ايالت ته پنا وروړه چيري چې نوموړي خپل د وړکتوب كلونه کلونه هلته تېر كړي وه.

 

كه څه هم ښاغلى نسيم پښتون شریفی دا مني چې د هېواد د پرېښودلو پرېكړه يې په پوره توګه معقوله نوه، خو د افغانستان په سویل لویدیځ حوزه کندهار ښار کي د ولسمشر کرزی د وروڼو پرله پسې تهدېدونو دهغه ژوند په تنګ كړ او همدا راز دغه ګواښونو نوموړي ته ديو ډول عصبي وسواس سبب وګرځېده  .

 

په کندهار کی دامنې قومندانی د پولیسو لخوا د نسیم شریفی د ترور یا وژنی دسیسه او په هغه کی د کندهار دقوتونو لاسونه!

 

نوموړى په کندهار کي په  وار وار د وسلوالو له خوا تعقيب شوى دى. خو تر ټولو بده پېښه یی هغه وه کله چې شریفی د هغه موټر څخه د ځان دژغورلو په حال كې وو، چې پكې وسلوال کسان ناست وه او د نوموړي موټر يې تعقيبوه. شريفي پداسی حال کی د مرگ د شېبو سره لاس او گريوان وو، کله چی یی په عيني حال کې په يوه لاس موټر چلوۍ او په بل لاس يې خپله محافضوى تفانچې ته مرمۍ ور اچولې. ځکه د ده سره دا فكر وو چی كه چيري مرګ نږدي وو، نو ښه به داوی چی نموړۍ د جنګ په حالت كې مړ شي.

 

د وسلوالو او دشريفي د موټرونو ځغاسته د ښار په يوه مرکزي برخه کې را منځته شوه. کله چی وسلوالو، د څو دقيقو تعقيبولو وروسته د شريفي د موټر سره څنگ پر څنگ شوه، نو هغه وو چې شريفي د ځان د ژغورلو لپاره په ډیره بیړه سره موټر ديوه مرکزي سړک غاړي ته چپ کړ او په بيړه یی بریک ونیوۍ ترڅو د وسلوالو لاس ورته جوړ نسي. او پر وسلوالو یی ږغ وکړ چی ودريږي!

 

شریفی موټر په بیړه سره د سړک غاړی ته چپول او ژر بریک نیول ددې سبب سول چی د وسلوالو موټر د شریفی تر موټر په تیزی وړاندی سی همدا وجه وه چی وسلوال هم دوارخطایی په حالت کی، پدې ونه توانيدل چې پر صحی وخت عکسل العمل ښکاره کړي یا خدای مکړه شریفی ووژني. هغه وو چی وسلوالو هم د ناکامه برید وروسته د سحنې په پريښودلو یې بیړه وکړه.

 

د شریفی چالاکۍ نموړۍ د مرگ د خولي څخه وژغوورى، خو د شريفي لپاره ژوندى پاته کېدل، لږ تر لږه په هغه لحظه کې کافي نه وو.  وروسته تر هغه چې د وسلوالو موټر د ده تر موټر مخکي شو، نو نموړي په بې پروایی سره  پرېکړه وکړه چې نور نو هغوى تعقيب کړي البته د هغوى د ترورولو په موخه نه، بلکې ځانته د وسلوالو د هويت دمعلومولو په موخه. 

 

ښاغلى نسیم پښتون شرېفي چې ددغه مرگ گواښونو د افغانستان څخه فرار کړى، اوس د كاليفورنيا په ايالت كې د خپلي كورنۍ سره په يوه با امنه فضا كې ژوند كوي، د ټورنټو سټار خبرپاڼي ته داسی وویل: (( په هغه ګړي نه پوهېدم چې څه مي کول خو د كورنۍ او خپلو ماشومانو په فکر کې وم. د وسلوالو موټر مي تر يو ځايه تعقيب كړ او هغه و چې موټر كرار شو او پر يوه كوڅه وګرځېد. کله چې مي د نږدي څخه ولېدل، نو د وسلوالو موټر په يوه عادي کوڅه نه، بلکي دکندهار امنيې قومندانۍ ته دا خل شو! هغه وسلوال چې پر ما يې ناکامه بريد وکړ هغه ټول  پوليس وه!))

 

همدا اوس په يويشتمې پېړۍکی د کندهار په مرکزی برخه کی دشريفي او د ترورونکوو د موټرونو د ځغاستي سحنه،  د امريکا د نولسمې پيړۍ د دريمې لسیزي د چيکاګو په ايالت کي، چيري چې به د موټرونو له لاري دخلکو تروریدل بې حده زيات وو، کټ مټ  سره ورته ده.

 

دشريفي په وينا په کندهار کی د ټولو چارواکو او وسلوالو لاسونه سره یو دي، ټوله یو شانته دي او دوی ټوله د ولسمشر کرزی د وروڼو په ایشاره باندی ناڅي. شریفی پدې مطمعین سو، چی د ولسمشر وروڼو غوښتل چی هغه د ناپيژندو وسلوالو په ذریعه ووژني اوهغه هم د نورو پشان پر طالبانو یی تاوان کړی.

 

کله چی شريفي كندهار پرېښود، نو تر شا يې د سورغر اونیزی د رسنۍ (ميډيا) او د ارکوزیا افغان داعلاناتو کمپنۍ چی هغه نوره هم د پرمختیا په حالت کی وه يوه لويه نړې  چې ۱۵۰ كاركوونكو په درلودلو سره یی د سيمې د څلورمې لویې ادارې مقام يې خپل کړى دۍ هم پرېښوده. لیکین دشريفي د ادعا لمخې د ولسمشر كرزى وروڼو د دې ادارې د انحصار او بربادۍ سختې هڅې کوي.

 

د دغه قوتونو دمخالفت او د هېواد څخه د خپلواکي سورغر اونيزي د اداره کولو سره_سره شریفی  پدې توانېدلي چې دغه مهم اخبار ژوندى وساتي.

 

وړاندي تردې چې نسیم پښتون شريفي خپلي ادعاوې د کرزی د وروڼو په وړاندي په عامه توگه دټورنټو سټار د خبرپاڼي په ذریعه وکړي، نموړی وویل چی دهیواد د پریښودلو څخه څه وخت دمخه کرزایانو ته د شریفی نه تسلیمیدل ددي سبب وګرځید چی نموړۍ خپل د کورنۍ غړو ته خبردارۍ ورکړي چی هغه دکرزیانو وروڼو لخوا د مرګ د ګواښ سره مخ دی او هر څه پېښیدونکی دي، تر څو خپل دکورنی غړي دې ته چمتو کړي چی راتلونکو ګواښونو ته تیار او پر خپل ځان باندی یی ومني.

 

د شریفی د راتګ علت کاناډایی رسنی ته دا وو، چی د كاناډا هیواد ځواکونه په کندهار کی مېشت دي او پدې ولایت کی دا اوسني ریژیم هم د کاناډا هیواد تر پزي لاندي خپلي ریښې تینګی کړی دي. نو نموړي په ډیر اطمینان سره وویل (( ویره لرم چی د کاناډا هیواد  د مرستي پرته به نه يوازي افغانستان ویجاړ بلکې ناټو به هم ديوې احتمالی ماتې سره مخ کړی.

 

 د ولسمشر کرزی د وروڼو اصلیت

 

د شریفی قیصې په نادره توګه دولسمشر کرزي د وروڼو د کورنۍ په اړه داسي رڼا واچول، نموړی وویل چی ددې دمخه چی هر څه راته روښانه سي، په اوایلو کی می د ولسمشر کرزی په وروڼو باندي ډیر باور کړي وو. لیکین اوس ددوۍ اصلیت ښه را ته په ډاګه شو.

 

شریفی ستار ته وویل: ‏((چی د ولسمشر کرزی وروڼه دلیری څخه څومره ښه خلګ ښکارېدل خو دڅه وخت د تيرويدو وروسته چې ورته نږدي شوم، نو ښه راته روښانه شوه چې هغوى څومره بد بویه، ککړ او لړلي خلک دي)). نموړي زیاته کړه چی (( زه پوهيږم چې زه د ټولنې يو عام جز یا وګړي یم، خو هغه څه چې ماته را پېښ شول دا پېښه د لوي کندهار په کچه یوه ډیره کوچنۍ برخه ده. نسبتآ هغه ته چی همدا اوس په لوۍ کندهار کی پېښ سوي دي او پيښيږي.))

 

احمد ولي كرزى چې په كندهار کی تر ټولو قدرتمند شخص كڼل كېږي په ګډه د هغه د مشرانو وروڼو سره چی شاولي او قيوم كرزي دي، د شريفي ټولې اعداوې درواغ وګڼلې مطلق درواغ.

 

خو د نورو ژورو څیړونو لمخي داسی ښکاري چې د شريفي قيصه يوازي د يوه شخص د ترخې ادعاو لمخي نه، بلكې څلورو تنو نورو کندهاریانو هم سټار خبر پاڼي ته د نوم نه ښودلو په شرط تائيد كړې، چې د كرزي وروڼو شریفی دښار څخه وتلو ته مجبوره کړ. او ددې کار یوازنۍ لامل دا وو چید ولسمشر كرزي وروڼو غوښتل چی دنموړي کاروبار انحصار کړي.

 

د ولسمشر کرزی د وروڼو په اړه د ویکی لیکس او یو ایس کیبل خبرپاڼو اسناد

 

د ولسمشر كرزى پر وروڼو د شرېفي تورونه پداسې حال کې لګول کيږي چې پدې وروستېو کې د ويکي ليکس ويبپاڼې له لوري د ديپلماتيكو اسنادو خپريدلو هم دا تائيد کړې چې پر کندهار باندي د کرزي د وروڼو د واک پراخیدل د امريكا اندېښني هم خورا زياتې کړي دي. په يوه اسناد كې راغلي چې د دغې كورنۍ موقيف په دغه سېمه كې يو "نيمچه اشرافي حكمراني ده" چی داحمدولي کرزی په شان د یو زورواکه لخوا اداره کیږي.

 

د متحیده ایالاتو په یوه خبري اژانس کی چی یو ایس کیبل نومیږی، د احمد ولي  په اړه داسې ويلي دي (( داسی ښکاري چی شاید احمدولي کرزى ته دا معلومه نوی چی موږ دنموړی د کړونو په اړه څومره معلومات لرو. دوی زیاته کړېده چی بهرنی ځواکونه همدا راز د ده روابط او تاثیرات پر پولیسو باندي د لیری ښه څاري)).  یو ایس کیبل د دهلې دبند د۵۰ ميليونه ډالرو  پروژې ته ایشاره کړېده، او هغه یی د کاناډا او د کرزی د وروڼو د یو رسمي ناستي په اړه  د اندیښنې وړ بللې ده. خبرپاڼي ویلی دي چی کرزیانو ته نه  باید دهلې بند د جوړولو او ساختمانۍ قرارداد ورکړل سوۍ وای.

 

د محمد نسیم پښتون شریفی د راستنېدو علت د امریکا څخه و افغانستان ته!

 

٣٦ کلن نسیم پښتون شريفي په ۲۰۰۲ كال كې د  زرګونو نورو افغانانو په شیان خپل هېواد ته د يوه نوي افغانستان د جوړولو په اميد را ستون شو، او غوښتل يې چې د دغه وطن په جوړولو کی يو برخه شى.

 

ښاغلۍ نسیم پښتون شریفی په خټه بارګزی او د خپل قوم په يو مخکښه او يوه مشرفه كورنۍ كې ږيږدلى دى، چې په لوی کندهار کی دحاجی محمد شریف خان بارګزی د کورنی په نامه مشهوره ده، او نموړی دحاجی محمد شریف خان بارګزی لمسۍ دی، د شپاړلس كلو په عمر کی د افغانستان څخه د جنګ او جګړو له امله امريکا ته مهاجر شو. نموړۍ د امريکا د سياټل په ايالت کې دخپلی خاله د کورنۍ سره یو ځای اوسېده، پسله دولسو كلونو څخه د هغه ځاى تابعت وركړل شو، او خپلې زده كړې يې هم وکړې، ډیر علاقمند وو چی د خپل وطن لپاره یوڅه وکړي.

 

شریفی ډیره موده مخکی پر لويو لوحو باندي د اعلاناتو دوړاندي کولو مفکوره درلوده. هغه  اعلانات چی په امریکا کی پرغټو لوحو او پر لویو غزیدلو سړکونو باندی لګیدلی دي، نموړي یی خوبونه لیدل، او د اول ځل لپاره ددې کار پيل په کندهار کی دنموړي د کاميابۍ یو ښه فورمول شو.

 

نوموړى دغه مفكوره افغانستان ته د ځان سره په يوه ډير حساس وخت کې راوړه. دا پداسې حال كې چې وه چی هره ورځ به په افغانستان کی يو نوى بانك او يا يو نوى مخابراتي شركت  پرانيستل کېدۍ، د شریفی د دغه نوي دکاروبار مفکوره  په ډیره  ښه ټوګه وځليده.

 

شریفی په کندهار کی څو تنه ځوانان سره را ټول كړل او د اول ځل لپاره یې د اراكوزيا افغان داعلاناتو شركت تاسيس کړ. دكندهار پدغه جنګ ځپلي ولايت كې خلك د نوي شيانو دليدو په زياته بيا تصويرونو ته ډېر تږي او لېوال وه،

 

کله چی نوموړي د لومړي ځل لپاره په کندهار کی د اراكوزيا افغان د اعلاناتو لخوا دیوې لویی لوحې کښت وکړ، نو د ليرى ليرى ځايونو څخه به د دغه لوحې ليدو ته خلګ راتلل تر څو یی وګوري. همداراز په ډیر لنډ وخت کې پر دغه لوحو باندي د روشن او افغان بيسم مخابراتي كمپنيو د قراردادونو باران وشو، او ان دا چی دناټو ځواکونو هم ځيني داسې اعلانات، چې د نشي توکو پر ضد یی ډول  ډول شعارونه خپرول، دغه لويو لوحوته مخه کړل.

 

د شریفی په ويناچی ((موږ ددې کار په شروع کی زیاته تجربه ندرلوده، خو ما تر خپل وخت د مخه په ډیره لنډ موده کی ددې کار ښه زده کړه وکړه)) چې په ډېره لنډ وخت کی  یې د اعلاناتو لوحې د هېواد په اوو ولايتونو كې تر سترګو شوې. هغه وویل ((چی هغه وخت دا کار هیڅ چا نکاوه او د مشتريانو لخوا څخه به هره ورځ او هر ساعت زنګونه راتلل. ځکه  هغوی هم اعلاناتو ته مخه کړې وه، او هیله  به یی درلوده چی کار وبار یی له اعلاناتو لمخی پر مخ ولاړ سی)).

 

په کندهار کی د سورغر اونیزی او کندهار کافی شاپ د تاسیس موخه!

 

د ارکوزیا افغان اعلاناتو په اداره کی ددې توان وو چی ددې کار سره-سره په عینی وخت کی نوري په زړه پوري لاسته راوړني هم ولري. نو ځکه شریفی د فرصت څخه په استفاده باندي د صحی فکر څخه کار واخیست او همدا وجه وه چی د دغه كاروبار په لاسته راوړو پيسو یی په كندهار كې دلومړي ځل لپاره رنګه خپلواك اخبار د (سرغر اونیزی ) په نامه  تاسيس کړ، او همدا راز یی د لوموړي ځل لپاره په افغانستان کی په خاص ډول بیا د كندهار په ولایت كې په یو عصري او ځانګړي ډول كافي شاپ هم جوړ کړ. چې شريفي يې په اړه د ټورنټو سټار خبرپاڼي ته داسې وویل (( د كندهار كافي شاپ او سرغر اونیزي د منځته راوړلو مخه يوه وه. دغه كار مي يواځي د خپل ګران ولس د تشويق او په هغوي كې د وطن پالني د احساس پيداکولو او ټولنيز ژوند د لا ښه کولو لپاره وكړ. تر هغه دمخه په کندهار کی د تېرو دېرشو كلونو کی دچای چیښلو لپاره واړه-واړه سماوارونو موجود وه، چېري چې به پكې چيلم هم څكول كېدي او مشتريانو ته به یې چاي وركولې)).

 

 كندهار كافي شاپ او سورغر اونیزه  په ډېره چټكۍ سره وغوړیدل، اراكوزيا د سترنج  د لوبي څخه نيولي بيا تر سنوكر، فوټبال تر لوبو پورى د هر چا شا ته ولاړه وه. لنډه دا چې هر چا چې به د ځان سره يو مثبت فكر درلوده د هغه ملاتړ د اراكوزيا افغان اعلاناتو زيمواري  وه. ان دا چی په كندهار دځوانانو يوې ډلي وغوښتل ترڅو د ځوانانو يوه ټولنه رامنځ ته كړي  نو شرېفي دهغوی څخه هيڅ هم ونسپمول، هغوی ته يې كمپيوټر او انټرنيټی اسانتياوي هم  برابري كړې، او هغو ځوانانو ته یی ځاى وركړ، چې په ډېر لږ وخت كې د دغه ټولني د غړو شمېر ۱۸۰۰  تنو ته ورسېد. په يوه نالويستې  ټولنه كې په دومره زیاته اندازه  لوستي ځوانان را ټول سول او ان دا چی د نورو لاس ته راوړونو  لپاره به یی هم كارونه كول.

 

د نسیم پښتون شریفی نژدیوالۍ، د ولسمشر کرزی د وروڼو سره، او دهغوي ددوستۍ نتایج!

 

شريفي په كندهار كې د يو اتل لوبغاړي بڼه غوره كړى وه، د هر لورى ورته دروازى پرانيستل شوي چې حتا د كرزي د وروڼو دکور دروازى هم د نموړي په وړاندي پرانيستل شوې. ان دا چی احمد ولي كرزى د نسیم د واده په مراسمو كې چې په ۲۰۰۴ مېلادي كال كې وو ګډون كړى وو، او نسيم یی د خپلو نورو وروڼو لكه شاولي كرزى، محمود كرزي  چې په كابل كې ميشت دي خو كندهار ته اکثره ځي راځي د نيسم سره معرفي كړل. همدا راز  قيوم كرزي چې د نسيم په وينا د كندهار په سياسيت كې د پردې شا ته مهم رول لرى هم د ده سره معرفي كړل شو.

 

شريفي له خپل ښو کړونو او محبوبیت له وجی په حكومتي ادارو كې هم وپيږندل شو او اړيكې يې خورا پراخي كړې او دهغه وخت د والي اسدالله خالد سره يې هم تګ راتګ پيل كړ. نوموړى والي بيا وروسته د  بنديانو د شکنجه کولو د تور له امله له دندې ليري کړل شو.

 

د شرېفي په وينا دلومړي ځل لپاره نموړۍ پر کرزیانو هغه وخت شکي شو کله چې په ٢٠٠٦ میلادی کال کی د دامان د ساختماني شرکت چې د کرزيانو ورڼو لخوا ادره کېدۍ، د مفتې ٢٠ فيصدې دونډي ورکولو وړانديز ورته وشو. نوموړى د دامان دساختماني شركت  په اړه داسې ووېل: (( ما دغه وړاندېز ومنى خو اوس ډېر پر پښېمانه يم. زه په هغه وخت کې په لسگونو نورو كارونو بوخت وم او د دغه وړاندېز په منلو كې مې هيڅ د صحي فكر څخه كار وانه خيست.))

 

د ده په وينا ((پدغه شركت كې شاولي کرزۍ۲۰ فيصده، رامت كامران (د انسټا ټليكام مشر) ۲۰ فيصده او قيوم كرزى پكې ۴۰ فيصده سهم درلودى. هر ورځ به دوى د غرمې  پر ډوډي  سره را غونډيدل او د هغه ميلونونو ډالرو په اړه به يې بحثونه كول او د لاس ته راوړلو لارى چارى به يې ورته سنجولي چې دغه ولايت ته به د پرمختيايې پروژ و د پلي كولو لپاره را استول كېدلي)).

 

نسيم شریفی زیاته کړه: چی (( هره ورځ  چې ډوډي به پيل كېدل نو شاولي کرزی به راته په غوږ كې ويل: كرار داد به دي نوي پيداكړى؟  ته ولي والي ته نه وايې چې تا ته يو كرار داد دركړى؟ ))

 

د نوموړى په وينا هره ورځ  دغه قيصه روانه وه:  (( زه په لوموړېو كې ډېر بې تجربي وم، خو وروسته مې سر خلاص شو چې په اصل كې د کرزی وروڼو غوښتل چې زما لاسونه هم را ككړ كړي ځكه چې زه د فساد څخه پاك وم، او څرګنده خبره  ده چې زه د دوى لپاره يو ډول گواښ وم)).

 

د ولسمشر كرزى د ناسکه وو وروڼو تر منځ  يو ډول اختلاف موجود دى، كه  څه  هم دوى د يوې كورنۍ غړي دي خو پر هغه برسېره دوى يو له بل سره سيالي او رقابت كوى. شاولي کرزی په ناسکه وروڼو کی تر ټولو مشر او  پر پلار هم نموړی تر نورو وروڼو ګران وو، ده  زه د شطرنج د مهرى په  توګه كارولم  ځكه  ده غوښتل چې د كورنۍ  نورو غړو ته دا  وښي  چې ګڼي دى هم كولاى  شي ددې كورنۍ لپاره شتمني پيداكړى.))

 

بلخوا د ولسمشر كرزي وروڼو د هغه مجلسونو او ډوډيو په اړه سټار ته پخپله مرکه کي وویل چې ((هغه خبرو يوازى مجلسي بڼه درلوده، او د دامان دساختماني شركت واك په مستقيم ډول ددوى په لاس كې ندى)). لیکین شريفي ددغه موضوع په دوام سره وویل: چې نموړي دغه پروژه پداسې حال كې پرېښوده  چې  يوه  ولسكيزه  هم  ور ونرسېده.

 

په کندهار کی د محمد نسیم پښتون شریفی د راډیو سټېشن مسله

 

پر دغه ټولو مسایلو برسېره شريفي خپل ځان بل جنجال ته هم وركړ، هغه دا چې نوموړى غوښتل په کندهار کي راډېو يو سټيشن پرانيزي ترڅو د دغه ولايت ۸۰ فيصده خلك چې د ليك او لوست څخه محرومه دي و دغه راډیو ته لاس رسۍ ولري. نوهمدا وجه وه چی ً نوموړى د اراكوزيا افغان اعلاناتو څخه په لاسته راغلو پيسو د راډيو سټيشن سامانالات را وغوښتل او مسلکي كاركوونكي  يې هم پيداکړل.

 

کله چې په ۲۰۰۶ كال كې د دغه راډيو كار د تطبيق په حال كې وو. شریفی د كندهار د پخواني والي اسدالله خالد لخوا ولايت ته ور وغوښتل شو او د والي د سخت مخالفت سره مخ شو. د ده په وينا والي داسې ورته وويل: (( د راډېوسټيشن د رايستلو پلان هېر كړه، دا مه پوښته چې ولي، ځكه چې احمد ولي او قيوم کرزۍ نغواړى چې ته راډېو سټيشن پرانيزې.))

 

شریفي د ټونتو سټار خبرپاڼي ته پخپله وینا کي وويل: چې د کندهار پخوانی والی اسدالله خالد وروسته زما ومخې ته قيوم كرزى ته تليفون وكړ او د تليفون د لاوډ سپيكر اواز يې ور لوړ كړ ترڅو دواړه د قیوم کرزي خبری واورو. د کندهار والي صاحب اسد الله خالد د قیوم کرزی سره پر تلیفونی کرښه باندی داسی وویل:

 

والی صاحب: ((کرزی صاحب يوازي مې ددي لپاره زنګ درته ووهی چې ډاډ دركړم چې نسیم شريفي به د راډېو سټيشن فعاله نه كړي)).

 

قيوم کرزي: (( ډېره ښه، خو يوه شي ته دي پام وي. چی نسيم داسې سړى دى چې يو كار ته نيت وكړي، ترڅو یی پوره کړى نوي، نه يې پريږدي. هغه به زموږ تیرباسی، پام دې وی چې راډيو در څخه پرانه نيزي.))

 

شریفی دټورنټو سټار ته وویل: (( ددوي د خبرو په اورېدو سره دا سی یو احساس راته پیداسو، لکه زه چی یوې زهرجنی خزندې وچیچلم. تر دغه کړیه مي څومره لویی هیلې درلودې، لیکین ددوي په وړاندی زما ټوله درک او فهم تغیر وکړ. ماته دا روښانه شول چی دغه لوۍ لوۍ غرونه چی خلګ یی کرزیان بولي څومره تنګ نظره، بدنیته  او وړکی دي.

 

شریفی زیاته کړه چی د کرزی وروڼه پر خپل ځان دومره بې باوره وه، چی ما غوندی یو عام شخص چی په څومره شوق او ‌ذ‌وق می خپل ولس ته کار کاوه، هم د دوۍ لپاره یو ډول ګواښ وو. شريفي بله كومه لاره ندرلوده او د راډېو سټيشن پلان يې د دماغه وايست او دغه كار يې په کندهار کی د ولسمشر کرزی د وروڼو په موجوديت كې ناشوني وبلي.

 

 دکندهار د ښاروال تر شاٌ می د ولسمشر کرزی د وروڼو لاسونه او سایه ولیدل

 

نسیم پښتون شریفی وویل د ولسمشر كرزى د كورنۍ سره می اړيكې  په ۲۰۰۷  كال كې تر هغه لاخړي شوي كله چې غلام حېدر حميدي کوم چی (د كرزى دوروڼو د وړكتوب ملګرى دی) د كندهار د ښاروال  په توګه مقرر شو.

 

د نوموړي د دندې څو ورځي لا نوي تېري شوې چې ښاروال صاحب د مالياتو مسله رامېدان ته كړه، او په عامه توګه يې د اراكوزيا افغان اعلاناتو شرکت پدې تورن كړه چې ګواكې دغه شركت حكومت ته ماليه نه تحويله وي. د شرېفي په وينا، ان دا چی تر ورستې بيل پورى يې تر يوې افغاني پورى یی لا حساب باقي نه پرېښود او ټوله پيسې يې مخکی وركړي وې.

 

خو ښاروال حميدي دا مسله پر هغه ځاي پرې نه ښوده، او پر خپل سر یی بیله کومي حکومتی قانوني پرېکړي د ښاروالۍ ماليه د اراكوزيا داعلاناتو په وړاندي لس چنده زياته كړه: ان دا چی د شپږو فيصدو څخه يې شپيتو فيصده ته ورسوله .

 

شریفی پدې پوه سو چی نموړۍ یو وړکۍ کاروباری شخص دۍ خو د خورا زیات شهرت او محبوبیت له وجی د ځینو خود خوا او خود غرضو انسانانو په سترګو کی زوز یا ازغي دي.

 

نموړي وویل چی ما یو کوچني لیکین قانونی کاروبار کاوه پداسی حال کی چی په کندهار کی په بيليونونه ډالره په امنيتي چارو لګول كېږي. او ان دا چی پدغه ښار کی ددغو چارواکو لخوا د مخدره توګو كاروبار په پوره توګه نفوذ كړى دۍ، نو دحیرانتیا ځای دادۍ چی د نموړي يو كوچني قانوني كارو بار ولي دومره تر فشار لاندي راوستل كېږي؟

 

احمدولي، قيوم او شاولي كرزى د سټار خبرپاڼي سره د خبرو پر مهال د نسيم ادعاوې ټولي رد كړې.  خو یوه خبره یې خبرپاڼي ته ومنل چی شریفی په کندهار کی یو وړوکی شخص وو.  قیوم کرزی زیاته کړه ((چی شریفی هیڅکله زموږ ملګرۍ نه وو هغه صرف یو شناخته وو، او زموږ تر منځ هيڅکله كاروباري معاملي نوې شوي. د دامان او د راډيو سټيشن قيصه ټوله درواغ او یو افسانه ده)). دوى زیاته کړه چې نوموړى د دوى د كورنۍ دنوم څخه ناوړه استفاده كړى، او زياتوى چې د ده تګ امريكا ته هيڅكله هم قانوني بڼه نه درلوده.

 

لیکین سټار خبرپانه لیکی چی د کرزی د وروڼو ټیلیفونی تماسونو، بريښناليکونو او دهغوی د ټيلیفونو بیلونو د شريفي د تورونو په جواب کې دا ښيی چی ښاغلی شریفی وکولای سوای چی د کرزیانو وروڼو دا پنډ پوستکی چیری کړي، او دا یی روښانه کړېده چی واقیعآ کرزي وروڼه د پردې شا ته یوڅه پټوي.

 

دښاغلی شریفی او د کرزی د وروڼو تر منځ د ترنګلتيا يو بل لامل يو كارتون وو، چې د سورغر اونیزي  لخوا د ۲۰۰۸ كال په سركې خپور شوى وو. په دغه كارتون كې د کندهار  د ښاروال غلام حیدر حمېدي شکل یا څیره د يوه چيچونكې او قهر جن سپي ته ورته وه  چې توک یا رسۍ يې د قيوم كرزى په لاس كې وه.

 

 ددې کارټون اصلي مطلب دا وو، چی ښاروال غلام حیدر حمیدی د قیوم کرزی لخوا د ارکوزیا افغان اعلاناتو په وړاندي قصدآ تحریک کیدۍ چی بې معني یی دمالیاتو او نورو جنجالونو مسایل د ارکوزیا د اعلاناتو په وړاندي رامنځته کول او بلاخره یی د ارکوزیا سره د اعلاناتو قرارداد هم لغوه کړ. شریفی د ښاروال د جنجالونو شاته د ولسمشر کرزی د وروڼو لاس لیدۍ نو ځکه یې دا ډول کارټون د سورغر دلاري نشر ته وسپاره.

 

خو خبرپاڼه لیکی چی په کندهار غوندی ځای کی به په یوه باامنه ډیموکراسی کی هم دا ډول یو کارټون غوغا را منځ ته کړی. خبرپاڼی ویلی چی دا ډول یو کارټون په کندهار کی د تالندی په شان یوه ټکه وه.

 

قیوم كرزى ددې خبری په ځواب کی د ټورنتو سټار خبرپاڼې سره د تليفوني مركې پر مهال وويل: (( د شريفې سره زما اړيكې يوازي د هغه كارټون له امله خرابې شوې.)) دا ځكه  چې، د نوموړى په وينا،(( زه او حميدي د هغه وخت راهيسې سره پيژنو كله چې موږ د ښپږو كلونو وو. د ده پلار  زما د پلار ډېر نږدي ملګرى وو، موږ يوځاي مکتب ته تللو ښكارونه مو كړى، اوبازى مو كړى لنډه دا چې موږ يو د بل ډېر نږدي ملګرى یو. ځكه نو دا ډول كارتون چې ما ښاروال د یو چیچونکی سپى په توګه نېولي دى ډېر دردونكې وو.))

 

ښاروال غلام حېدر حمېدي سټارخبرپاڼی ته د خپل ځان د سپیناوی لپاره څلور صفحې لیک ور لیږلۍ وو. چې نه يوازى د اراكوزيا سره دنموړی دمناقشي په اړه وو، بلکی په هغه لیک کی یی خپله ټوله کاری دوره هم بیان کړیده. او پدغه لیک کی یی د ارکوزیا د مالیاتو په اړه یې د هر ډول غېر قانوني كړنو تورونه رد کړي دي.

 

د کرزی د وروڼو لخوا پر شریفی دهغه ټولو فشارونو برسېره سورغر اونیزی په ۲۰۰۸ میلادی کال کی پر حکومت باندي د اداري فساد په وړاندي په ریښتونی ټوګه خپلو نشراتو ته دوام ورکړ. همدا راز سورغر اونیزی هغه نړېوال رپورټونه هم پښتو ته ژباړل او خپرول به يې چې د دغه كورنۍ د زياتېدونكې قدرت په اړه نشریدل.

 

نسیم پښتون شریفی ته د ولسمشر کرزی د وروڼو لخوا د ټلیفون پر لیکه دمرګ ګواښونه

 

شريفي وویل: (( دده لپاره دوهمه خرابه مرحله هغه وه چې د ظاهري  ژوبلولو گواښونه راته وشول او د مختليفو خلګو لخوا د ټليفون له لارې ترټل کیدلم، چې را ته ويل به يې  (( کندهار پريږده كه نه نو انجام به دي خراب وي.))  نوموړى زياته کړه، چې دسورغر اونیزی په اداره كې کارکوونکو او خبریالانو ته  په دوامداره توګه تحديد كېده. شريفي همداراز وویل، (( هغه لا څه ان دا چی يو ځل په خپله د احمد ولي لخوا ما ته اخطار راكړل شو))  دا پداسې حال كې ده چې په يوه بيانه كې احمد ولي دا خبره  رد كړې ده.

 

شريفي سټار ته د دغه موضوع  په دوام سره وويل: (( يو ځل نه بلكې په وار-وار  زه  د پر موټر سايكل باندي دسپارو وسلوالو لخوا تعقيب شوى يم. زه همېشه په ازاده توګه ګرځېدم، خو زما دغه ډول څرګندوالى زه د یو شونی حملي لپاره چمتو كړي وم. زما تګ او راتګ  د كور څخه تر دفتر پورى ستونزمن شوي وو. او د هغه نه وروسته لوي ګواښني چې له امله  يې ډېر وځغلولم او په پايله كې یې زما د موټر تيښته د كندهار پر امنیه قومنداني پاي ته ورسېده، نو زه پدې په پوره توګه پوه شوم چې نور مې نو ژوند په خطر كې دى او پدې  وپوهېدم چې احمد ولي كرزى په مطلقه توګه پدغه سېمه كې د وژلو واك لرى او زه ددوۍ په وړاندی يو لوۍ خنډ یم...))

 

 خو دولسمشر كرزى د وروڼو په وينا، دوي د پولیسو د تعقیبولو د دسیسې سره هیڅ کوم تړاو نلري. لیکین شریفی ددې خبري په دوام سره زیاته کړه چی په اخیر کی په مستقیمه توګه د احمدولی کرزی لخوا هم پر ټیلیفون باندی اخطار راکړل شو. لیکین احمدولی کرزی دا ادعا سټار ته د خبرو پر محال رد کړل.

 

شریفی ته د احمد ولی کرزی لخوا د مرګ ګواښ او مستقیم اخطار!

 

د شريفي لپاره تر ټولو ناوړه او دردونكې خبره ددې څخه دوې اوونۍ وروسته راغله، كله چې احمد ولي كرزى (د كندهار د ولايتي شورا منتخب ريئس) ځيني ځايې ژورناليستان سره  را غونډ كړى وو او هغو ته يې د ځانمرګو برېدونو  په اړه معلومات وركاوه.

 

خو كله چې دغه خبرى ناسته پاي ته ورسېده او نور ژورناليستانو د خپلو سامان الاتو په ټولو بوخت شول نو احمد ولي كرزى د سورغر اونیزی يو تن خبریال ته په لوړ اواز ږغ ور وکړ او يو بدمرغه اخطار يې ورته وركړ چی (( نسيم ته ووايه چې څلور ځانمرګې برید کوونکی كندهار ښار ته راغلى دي، او هدف يې هم دى دۍ.)) دغه ترټونکۍ اخطار پدغه خبری ناسته کی  ټولو راغلو خبريالانو هم اورېدلۍ وو.

 

او هغه و چې نسیم د سورغر او هم د ځایی خبریالانو لخوا سمدستي خبر شو چې نموړي يې په اړه د ټورنټو سټار ته وویل چی: (( زه مجبوره وم چې ژر تر ژره كندهار پرېږدم، ځكه چې زما سره د خپلی میرمنی، ماشومانو، پلار، مور، ورور او وړکی  خور غم و. ځكه نو موږ د تول فامیل سره دوبۍ ته ولاړو. ما په كندهار كې خپل ځانته د هېلو او اميدونو  ډك يو كور جوړ كړى وو، چې د كندهار د پرېښودلو سره مې هغه هيلي د خاورو سره خاورى شوې.))

 

احمدولي دهغه بياني له مخې چې د یو امريكايې وكيل لخوا وړاندي شوي وه، دا په كلكه رد كړه چې ګواكې د نسيم ژوند یې د مرګ له ګواښ سره مخامخ كړى دي، او نوموړي ويلي چې هغه راپور د طالبانو د يو ځان وژونكې برید په اړه حقيقت درلود نو ځكه د ده په وينا، ده د خپلی وظيفي لمخې مكلف وْو، چې دغه معلومات خپور كړى: (( پر ما نهه حلمې شوي دي، او دغه كار ما فقط د ده سره د مرستې كولو په مخه وكړ، نه د ده د وېرولو لپاره.  زما په ياد دي كله چی نسیم هېواد پرېښود. زما په  فكر دا يو ډارن كار وو، چې نوموړى  وكړ او دا د طالبانو ته د لا طاقت وركولو په معنى وو. هغه خلك چې خپل د وطن د جوړولو ټكل لرى نه بايد د دا ډول اخطارونو له امله هېواد پرېږدي.))

 

د شريفې په ناموجدي كې اراكوزيا ډېر ژر د پښو ولوېده، خپل دوه  پر درې برخه كاركونكې  يې له لا سه وركړه، او د لوحو كاروبار یی هم دخاورو سره خاورى شو. او هغه وروستې مرحله يې نو کندهار دښاروال لخوا د لوحو پرېكول او را غورځول وه چې په پوره توګه  ټولي د اراكوزيا لوحې پرېكړل شوى: شریفی وویل (( زما هر لوحه ښاروال صاحب غلام حیدر حمیدی د احمدولی او قیوم کرزی په ایشاره  پرېكړل او را څخه يې يووړل او ظبط کړل شوې.))

 

په کندهار کی داینوېټیو په نامه د اعلاناتو کمپني او د ښاروال او قیوم کرزی یو دسیسه د ارکوزیا افغان اعلاناتو په وړاندی!

 

سټار ته د شريفي په وينا جالبه دا وه، چی سمدستی يوه بله د اعلاناتو كمپنۍ د(اينويټيو) په نامه جوړه شوه، د كاغذ پر مخ دغه كمپينې د يو كندهارى تاجر چی (قاضي عمر) نومیږی پورى اړه درلوده. لیکین په كندهار كې ټوله پدې پوهېږي چې اصلي مالك يې قيوم كرزى دى چی نموړی د امریکا په بیلټیمور/ میرلینډ ایالت کی د یو رستوانت مالک هم دی.

 

شريفې دا ادعا كوي چې دغه د اعلاناتو شركت هم پدغه قوتونو پورى اړه لرى، او د اراكوزيا په شمول درې نورې وړې د اعلاناتو كمپنۍ یی د افغانستان په سوېل كې د دوى له امله زيانمني شوي او يا هم پر مخ تړل شوى دي، چې په حقيقت كې نوموړو یو غیری قانونی  انحصار وكړ او په تدريجي توګه يې نرخونه هم پورته كړه.

 

دتورنټو ستار خبرپاڼي سره د نومان کاکړ مرکه دیو شاهید په توګه

 

د دغه ادعا د صحي ثابتولو په موخه د ټورنتو سټار خبرپاڼي، د پښتني تجارتي اعلاناتو كمپينۍ چې د پاكستان په كويټه ښار كې فعالیت كوى د مالك نومان كاکړ سره د ټليفون پر ليكه پخپله ژبه باندی دا ومنل چی :(( د اعلاناتو كاروبار اوس په پوره توګه د قيوم كرزى په لاس كې دى.))

 

كاكړ زياته كړه: (( قیوم کرزی موږ تبا كړو او ټوله كراردادونه يې را څخه واخيستل. اراكوزيا تر ټولو لويه د اعلاناتو كمپنۍ وه، خو ما په خپله كمپينۍ كې ۱۴ تنه كاركونكې درلوده چې اوس يې ټوله وزګاره دي. ځكه نو اوس كوټي ښار ته د خپلو اولادو د نفقي د پيداكولو لپاره راغلي يم. په كندهار كې يو مافيايې نظام شتون لرى،  كه چېري ستاسو پر يوه لويه لوحه اعلان په كار وي نو بايد قيوم كرزى ته ورشي ځكه چې بيله هغه څخه دا کار بل څوك نشي كولاى.))

 

بلخوا قیوم کرزی پخپل بیان کی داینویټیو د اعلاناتو سره اړیکی په مطلق ډول سره رد کړی دي او دایی ویلی دي چی نموړی ددې کمپنۍ  مالک ندی او نه یی مشر توب کوی.

 

قاضی عمر د ټورنتو سټار دخبریال سره د ټلیفون پر کرښه باندی!

 

د تورنټو سټار خبریال په کندهار کی د انویټیو داعلاناتو د کمپنی سره ټلیفونی اړیکی ونیولې او خبریال خپل ځان د یو ګیراک یا کوم مشتری په توګه معرفی کړ، چی د خبرو اترو په جریان کی یی خبریال خپل ځان داسی وښوده چی ګڼی غواړی ددوی له طریقه د یوې امریکایی (چیریټي) یا خیرات لخوا د تاریاکو پر ضد د یوه کمپین اعلانونه وکړی.

 

 د دغه كمپينۍ مدیر چی قاضى عمر نومیږی خبریال ته ويلي دي چې دوۍ پر يوه لوحه باندي د يوي میاشتی اوه سوه ډالره اخلي، خبریال لیکی چې د اینوویټو د اعلاناتو نرخ د اراكوزيا په شمول دهغو نورو پخوانیو كمپنېو په تناسب څلور ځله په قیمت کی نور لوړ سوۍ دى.

 

د ټورنټوسټار خبریال دقاضی عمر  څخه د ټلیفون پر کرښه  پوښتنه وكړه!

 

خبریال: ايا د دغه اعلاناتو د كمپنۍ مسول يا په اصطلاح مشر قیوم کرزی به پدې قانع شي چې د دغسې يو غټ كرا دار لپاره يو څه تخفيف راكړى؟

 

قاضی عمر: بلي هو! دا امكان لرى، خو ته بايد په مستقيم توګه د قيوم كرزى سره ددغه تخفيف مسله شريكه كړي. تاسو كولاي سي د هغه سره د ايميل له لارى تماس ونيسې، ايا تاسو يې ادرس لرۍ؟

 

 قاضی عمر وروسته د قيوم كرزى د ایمیل ادرس په كراره سره هر تورى جلا جلا دسټار خبرپاڼی خبریال  ته  ووایه .

 

تر هغه وروسته قيوم كرزى د ټورنتو سټار خبرپاڼي سره په یوه تیليفونې مركه كې د دغه كمپنۍ سره خپلي ټولي مالي اړيكې رد كړې: نموړی وویل چی ((د قاضې عمر د انګليسي ژبې درك د مفاحمې دغلطۍ سبب سوې ده. زما د دغه كمپينۍ سره هيڅ اړيكه نشته. كوم ليونۍ تاجر به داسې يو كمپينۍ پرانيزی چې حتا په خپل كاركونكو لا هم نه وي خبر، دا خبر غلط دى، مطلق غلط.))

 

خو د ټورنټوسټار خبرپاڼي داسې شواهید تر لاسه كړى دي چې پكې په ډېره صفا توګه د قيوم كرزى او قاضي عمر تر منځ تليفونې مفاهمي ترسره شوي دي. سټار لیکی چی د شپږو مياشتو په جريان كې قاضى عمر نږدي (۶۰) تليفونونه د قيوم كرزى ته د امریکا د بیلټیمور موبایل ته کړی دي. او په همدغه موده كې د قيوم لخوا كاضي عمر ته د اتو (۸) تليفونونو ريكارډ هم موجود دى.

 

اراكوزيا تر اوسه لا په پوره توګه نده تړل شوي، اوس هم كوچني پرېنټونه لكه د  پوسټرونه چاپول، د بيل كتابچي او داسې نور كوچني كوچني خدمات خلكو ته وړاندي كوى. او سورغر اونیزه د پخوا په شان اوس هم خپل مقام قايم ساتلي دۍ او هر هفته ۱۵۰۰۰ګڼي اخبار د چاپه راوځى، خو ځيني وخت دغه اخبار هم د مالي ستونزو سره مخ شي.

 

احمد ولي كرزى ټورنتوسټار ته په خبرو کی د سورغر خپرېدو ته اشاره وكړه، او ويې ويل چې تر اوسه  همدغه اونيزه فعاله ده او دا د نسيم د تظاهراتو په وړاندي يو معلوم ځواب دى: نموړی خپل د یو وکیل په ترو وویل (( سورغر اخبار تر اوسه فعاله دۍ هيڅ چا يې هم د بندولو هڅه نده كړې او كه چېرى بند هم شي دا پدې معنى دۍ چې نوموړى اخبار كومه ګټه نه كوى، او ده ته هيڅوك هم نه وايې چې اخبار دى بند كړه)).


January 21st, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها